
( کابل ټيليګراف (سلواغې ۲۸– ۱۴۰۳ لمريزکال )
د طالبانو ستره محکمه وایي، په بامیانو ولایت کې یې یوه ښځه په عام محضر کې دُرو وهلې ده.
د سترې محکمې په خبرپاڼه کې راغلي چې دغه سزا د د دغه ولایت د یک ولنګ ولسوالۍ د ابتدائیه محکمې له پرېکړې وروسته پلې شوې ده.
د سترې محکمې د معلوماتو له مخې، یادې ښځې ته له کوره د تېښتې له امله سزا ورکړل شوې او په یوه کال او شپږو میاشتو بند یې هم محکومه کړې ده.