افغانستانخبرونه

ازادۍ جبهه: د روژې تر پایه په طالبانو بریدونه، نه کوو

( کابل ټيليګراف (کب ۱۱ – ۱۴۰۳ لمريزکال )

د طالبانو ضد ازادۍ جبهې اعلان کړی، چې د روژې میاشتې تر پایه به د طالبانو پر وړاندې خپل بریدونه ودروي.

دغه جبهې نن شنبه د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي، دغه یو طرفه پوځي عملیاتو دریدل به یې د کوچني اختر تر پایه پورې دوام وکړي، خو د دوی استخباراتي شبکې به خپل فعالیت ته دوام ورکړي.

په دغه اعلامیه کې همدا راز شرط اېښودل شوی، که د طالبانو اسلامي او بشري معیارونو خلاف کړنې ومومي، نو وضعیت او حالاتو ته په کتو به مناسب اقدامات ترسره کړي.