افغانستانخبرونه

د تورخم لارې تړل کېدل؛ افغان خصوصي سکتور ته د ورځې ۵ سوه زره ډالر زیات اوړي

( کابل ټيليګراف (کب ۱۱ – ۱۴۰۳ لمريزکال )

په ننګرهار ولایت کې د سوداګرۍ خونه وایي، د تورخم لارې د تړل کېدو له امله د هېواد خصوصي سکتور ته د ورخې ۵ سوه زره امریکاي ډالر زیان رسیږي.

دغه خونې د کب په ۱۱مه خبر ورکړی، چې د ډیورنډ فرضي کرښې دواړو غاړو ته د افغان سوداګرو شاوخوا زر بار وړونکې لارۍ ولاړي دي، دغه راز افغان لورې ته د دغه سوداګرو په شپږ نیم سوه لاریو کې مڼې، شوکاڼی، پنبه او مۍ بار دي.

دوی زیاته کړې، یوازې د خصوصي سکتور شاوخوا شپږ سوه موټرو کې سمېټ، مالټې او سبزي بار ده، چې ځینې مېوه خرابه او څه یې بېرته پېښور منډیي ته انتقال کړه.

د تورخم د لویې لارې تړل کېدو نن اتمه ورځ ده، چې د هر ډول تګ راتګ پرمخ تړل شوې.

درې ورځې وړاندې د پاکستان ګمرک ادارې ویلي وو، چې د دغه لارې تړل کېدو له امله دواړو لورو ته ۱۲ میلیونه ډالر زیان اوښتی دی.