خبرونهلوبې

د چمپینز ټرافي د نیمه پای لوبو لوبډلې معلومې شوې

( کابل ټيليګراف (کب ۱۱ – ۱۴۰۳ لمريزکال )

د پاکستان په کوربتوب د ۲۰۲۵م کال چمپینز ټرافي لوبو کې اسټرالیا، هندوستان، جنوبي افریقا او نیوزیلینډ هغه څلور لوبډلې شوې، چې د دغه لوبو نیمه پای لوبې ته یې لاره پیدا کړه.

که څه هم په دغه سیالیو کې نیمه پای لوبې ته د افغانستان چانس شتون درلود، چې انګلستان جنوبي افریقا ته د نن ورځې په لوبو کې په دوه سوه منډو ماتې ورکړي، خو داسې ونشول، او د انګلستان ټوله لوبډله په ۱۷۹ منډو وسوزیده او له مخکې تګ څخه افغانستان محروم شو.

افغانستان په دغه سیالیو کې درې لوبې وکړې، چې له جنوبي افریقا څخه یې ماتې وخوړه، خو انګلستان ته یې ماتې ورکړه او د استرالیا سره یې د اورښت له امله لوبه مساوي شوه.

تر اوسه روښانه نده، چې په نیمه پای لوبه کې به له هند او نیوزیلینډ سره کومې لوبدلې مخامخ شي.