افغانستانخبرونه

د افغانستان د موی‌ټای درې کسیزه لوبډله ټایلیند ته روانه شوه

کابل ټيليګراف، کب ۱۲ – ۱۴۰۳ لمريزکال

د افغانستان موی‌ټای ملي فدراسیون درې کسیزه لوبډله په شلم پړاو موی‌ټای نړیوالو سیالیو کې د ګډون په موخه ټایلینډ پر لور روانه شوه.

د طالبانو د المپیک ملي کمېټې لیکلي، د موی‌ټای نړیوالې سیالۍ د ټایلینډ په کوربه‌توب د ۴۸ هېوادونو ترمنځ ترسره کیږي.

سرچېنې د معلوماتو له مخې، دغه سیالۍ د روانې کب میاشتې پر ۱۹مه نېټه به پیل او د همدې میاشتې تر ۲۹مې به دوام وکړي.