
( کابل ټيليګراف (کب ۱۳ – ۱۴۰۳ لمريزکال )
په ننګرهار ولایت کې سیمه ییز طالبان وایي، دوی تېره شپه پاکستاني لورې د برید په ځواب کې هغوی ته غاښ ماتوونکی ځواب ورکړی، خو د مرګ ژوبلې کره شمېره یې نده خپره کړې، بلخوا پاکستان ویلي، په دغه نښته کې د دوی ۳ سرتېري ټپيان شوي او یو عام موټر چلوونکی وژل شوی دی.
په دغه ولایت کې د طالبانو اطلاعاتو او کلتور ریاست ویلي، دغه نښته تېره شپه ۱۲ نیمې بجې تورخم فرضي کرښې ته څېرمه هغه مهال پیل شوه، چې پاکستاني لورې د دوی په هغه کسانو برید وکړ، چې پخپله سیمه کې پر تاسیساتو جوړولو بوخت وو.
دوی زیاتوي، طالبانو پاکستاني ځواکونو ته قاطع او غاښ ماتوونکی ځواب ورکړی، خو د مرګ ژوبلې کره شمېر یې نده لیکلې.
په ورته وخت کې د لنډي کوتل روغتون ډاکترانو ویلي، چې د دغه نښتې له امله له تورخم څخه دوی ته د حیات شیر په نوم د یو موټر چلوونکي جسد ور لیږدول شوی، دغه راز پولیسو بیا د دوی د ایف سي د درې ملېشو د ټپي کېدو څخه هم خبر ورکړی دی.
د یو بل خبر له مخې؛ د جګړې له امله چې اوس هم ډزې اوریدل کیږي، دواړو لورو نږدې سیمو څخه میشتې کورنۍ هم کډوالې شوي دي.
دغه جګړه په داسې حال کې ترسره شوې، چې همدا پرون د تورخم لویې لارې د پرانیستل کېدو د احتمال خبرونه ورکول کېده، خو نن لسمه ورځ ده، چې د هر ډول تګ راتګ پرمخ تړل شوې ده.