
( کابل ټيليګراف (کب ۱۳ – ۱۴۰۳ لمريزکال )
د عرب ۴۸ خبري ویب پاڼه وایي، اسرائیلي ځواکونو نن سهار د غزې سویل رفح ښار کې د بریدونو په ترڅ کې دوه فلسطینیان ووژل.
دغه رسنۍ زیاته کړې، اسرائيلي ځواکونو همدا راز د غزې په سویل او شمال کې څو سیمې د الوتکو او پوځي موټرو تر برید لاندې نیولې ده، چې په المواصي سیمه کې درې فلسطینیان ټپيان کړي هم دي.
اسرائیلو دغه بریدونه وروسته له هغې پیل کړي، چې پرون یې په ټوله غزه د خوراکي او نورو توکو د مرستو لیږد مخنیوی وکړ.