
( کابل ټيليګراف (کب ۱۳ – ۱۴۰۳ لمريزکال )
د سویټزرلینډ کډوالو چارو ادارې ویلي، درې افغان مجرم وګړي د محکمې له پرېکړې وروسته له دغه هېواده ویستلي او افغانستان ته یې لیږلي دي.
دغه ادارې ویلي، یاد کسان ټول هغه مجرمین وو چې له یو کال څخه ډیر په بند او له سوییس څخه په ایستل کیدو محکوم شوي وو.
دې ادارې ویلي چې ۲۰ نورو مجرمو افغانانو ته هم د ویستل کېدو امرونه شوي دي او ډېر ژر به وایستل شي.