
کابل ټيليګراف، کب ۱۴ – ۱۴۰۳ لمريزکال
یو شمېر امریکایي رسنیو د سپینې ماڼۍ د یوه لوړپوړي چارواکي له قوله خبر ورکړی، چې متحده ایالاتو اوکراین ته د ټولو نظامي مرستو استول درولي دي.
دغه چارواکي ویلي، تر هغه چې د اوکراین مشران د سولې لپاره خپله رښتینی ژمنتیا و نه ښيي، دغه مرستې به بېرته پیل نه شي.
د راپورونو له مخې، ټول هغه امریکایي نظامي تجهیزات چې دا مهال په اوکراین کې نه دي، په ځانګړي ډول هغه وسلې چې په الوتکو او بېړیو کې د لېږد په حال کې وې یا په لهستان کې د ترانزیت په زونونو کې د لېږد په تمه وې، درول شوي دي.
ټرمپ دا پرېکړه په داسې حال کې کړې، چې څو ورځې مخکې یې په سپینه ماڼۍ کې د اوکراین له ولسمشر، ولادیمیر زلنسکي سره یوه ترینګلې ناسته درلوده.