
کابل ټيليګراف (کب ۱۴ – ۱۴۰۳ لمريزکال )
د ملګرو ملتونو د امنیت شورا غړي به د روانې مارچ میاشتې په اوږدو کې د افغانستان په اړه ناسته وکړه.
د دغه سازمان د سیاسي چارو او سولې د ادارې (DPA) خبر ورکړی، چې دغه ناسته به د مارچ په لسمه د ډنمارک هېواد په مشرۍ ترسره شي.
په دې ناسته کې به د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې روزا اوتنبایوا په افغانستان کې د وضعیت په اړه خپل را پور وړاندې کړي.
د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د مهالوېش له مخې، ټاکل شوې چې دا شورا به د مارچ په ۱۷مه هم په افغانستان کې د دې سازمان د مرستیالۍ ماموریت (یوناما) په اړه غونډه وکړي.
تمه ده چې په دې ناسته کې د یوناما ماموریت، چې د مارچ په ۱۷مه پای ته رسیږي، بیا تمدید شي.