
کابل ټيليګراف (کب ۱۴ – ۱۴۰۳ لمريزکال )
د روژې میاشتې په راتګ سره د بدخشان ولایت اوسېدونکو د چرګانو غوښو د بیې له لوړیدو څخه شکایت کوي.
دوی ادعا کوي چې د روژې مبارکې میاشتې مخکې یې یو کیلو د چرګ غوښه تر ۲۱۰ افغانیو پورې اخیسته، خو اوس یې بیه تر ۳۰۰ افغانیو پورې لوړه شوې ده.
د بدخشان ولایت د صنعت او سوداګرۍ ریاست مسوولینو د چرګانو د غوښې د بیې د زیاتوالي لامل د چرګانو کمښت او زیاته تقاضا بللې.
دوی وایي، د دې ستونزې د حل لپاره یې هڅې پیل کړي.
تر دې وړاندې د هېواد په ګڼ شمېر ولایتونو کې د چرګانو د غوښې د نرخونو د لوړیدو څخه خلکو شکایت پیل کړی.