
( کابل ټيليګراف (کب ۱۶ – ۱۴۰۳ لمريزکال )
د پاکستان په کوربتوب د ۲۰۲۵ کال چمپینز ټرافۍ سیالیو پای لوبه به د راتلوونکې یکشنبې په ورځ په دوبۍ کې د هندوستان او نیوزیلینډ لوبډلو ترمنځ ترسره شي.
هندستان په لومړۍ نیمه پای لوبه کې اسټرالیا ته او نیوزیلینډ په دویمه نیمه پای لوبه کې جنوبي افریقا ته ماتې ورکړه.
که څه هم دغه سیالۍ د پاکستان په کوربتوب ترسره کیږي، خو د امنیتي ستونزو له امله هندوستان د غبرګون وروسته د دې لوبو پای لوبه په دوبۍ کې ترسره کیږي.