خبرونهنړۍ

ټرمپ وايي یو نیم میاشت وروسته سعودي عربستان ته ځي

( کابل ټيليګراف (کب ۱۷ – ۱۴۰۳ لمريزکال )

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ پرون خبر ورکړ،چې  په راتلونکې یوې نیمې میاشتې کې به سعودي عربستان ته سفر وکړي، خو واضحه کړې نده، چې آیا په دې سفر کې به د روسیې له ولسمشر ولادیمیر پوتین سره وویني که نه.

ډونالډ ټرمپ دوه اوونۍ وړاندې، له پوتین سره د ۹۰ دقیقو له خبرو وروسته ویلي و چې په سعودي عربستان کې به له هغه سره وویني او د سعودي عربستان ولیعهد محمد بن سلمان به هم په دې لیدنو کې حضور ولري.

د دې تلیفوني خبرو وروسته، د دواړو هېوادونو یو شمېر لوړپوړو چارواکو په سعودي عربستان کې سره ولیدل.