خبرونهنړۍ

د برتانیې په شاهي کور کې په لومړي ځل مسلمانانو ته روژه ماتی ورکړل شو

( کابل ټيليګراف (کب ۱۷ – ۱۴۰۳ لمريزکال )

د برتانیې پاچا چارلس په خپل شاهي کور وینډسر کاسل کې د دغه هېواد په زر کلن تاریخ کې په لومړي ځل مسلمانانو ته روژه ماتی ورکړ.

د برتانیې د خپرونو ادارې د راپور له مخې،  د وینډسر کاسل په زر کلن تاریخ کې په لومړي ځل اذان وشو او د روژه ماتې مراسم ترسره شول.

دغه مراسم چې د سینټ جورجز تالار کې جوړ شوي وو، په کې د بېلا بېلو هېوادونو ۳۵۰ مسلمانانو ګډون کړی وو.

ویل کیږي، د دغه روژه ماتې د را ټولیدو موخه غیر مسلمانانو ته د اسلام او رمضان په اړه پوهاوی ورکول وو، چې د برتانیا پاچا چارلس لخوا ورته زمینه برابره شوې وه.