افغانستانخبرونه

طالبانو په متحده عربي اماراتو کې نږدې ۳۵۰۰ افغانانو ته برېښنایي پېژندپاڼې وېشلې

کابل ټيليګراف، کب ۱۸ – ۱۴۰۳ لمريزکال

د طالبانو د احصایې او معلوماتو ملي اداره وایي، په متحده عربي اماراتو کې یې د اسان خدمت له لارې نږدې ۳۵۰۰ برېښنایي پېژندپاڼې وېشلې دي.

د طالبانو د احصایې او معلوماتو ملي ادارې په خبرپاڼه کې چې په متحده عربي اماراتو کې د آسان خدمت مرکز له لوري ۳۴۵۰ افغانانو ته الکترونیکي تذکرې، ۲۷۰ تنو ته د الکترونیکي تذکرو له وېش وروسته خدمتونه او ۶۵۰ نورو ته د کاغذي تذکرې د اصلاح خدمتونه وړاندې شوي دي.

یادې ادارې د متحده عربي اماراتو په ابوظبۍ ښار کې د آسان خدمت مرکز مدیر نعمان اکبر له قوله لیکلي چې په ورځني ډول شاوخوا ۶۰ کسان ورته مراجعه کوي.

هغه ویلي، یاد مرکز ته په کاناډا، امریکا، اروپايي هېوادونو او په متحده عربي اماراتو کې مېشت افغانان د خپلو الکترونیکي تذکرو او هویتي ستونزو د حل له‌پاره مراجعه کوي.

د یادولو وړ ده، چې د احصایې او معلوماتو ملي ادارې په بهرنیو هېوادونو کې د مېشتو افغانانو د هویت د تثبیت او د الکترونیکي تذکرو د وېش، له وېش وروسته خدمتونو، زېږون کارتونو او د مړینې د پارچو د وېش په تړاو د تېر ۱۴۰۲ لمریز کال د سلواغې پر ۴مه له بهرنیو چارو وزارت سره هوکړه‌لیک لاسلیک کړی و.