
( کابل ټيليګراف (کب ۱۸ – ۱۴۰۳ لمريزکال )
د سوریې په بېلابېلو سیمو کې د دغه هېواد د پخواني ولسمشر بشار الاسد د پلویانو او د اوسني شامي حکومت د ځواکونو ترمنځ له تېرو دوو ورځو راهیسې د روانو نښتو په ترڅ کې د وژل شویو کسانو شمېر ۳۴۰ تنو ته ورسید.
را پورونه وایي، د دغه نښتو اکثریت وژل شوي کسان عام وګړي دي، خو د بشارالاسد د پلویانو او شامي پوځیانو د وژل کېدو خبرونه هم ورکړل شوي دي.
د تازه معلوماتو له مخې، شامي چارواکو د پخواني ولسمشر (بشار الاسد د کورنۍ) د پلرني ټاټوبي په سیمه کې د امنیتي عملیاتو د پیلولو اعلان کړی دی.
له بلې خوا، په یوه ثبت شوي وینا کې اوسني ولسمشر احمد الشرع ویلي چې امنیتي ځواکونه به د بشار الاسد د پاتې شونو تعقیب ته دوام ورکړي ترڅو دوی د قانوني چلند لپاره محکمې ته راکش کړي.
شامي ولسمشر باور څرګند کړی چې دا عناصر په هېواد کې د سولې سبوتاژ کولو هڅه کوي او له دوی غوښتي چې خپلې وسلې پر ځمکه کیږدي.