
( کابل ټيليګراف (کب ۱۹ – ۱۴۰۳ لمريزکال )
د مارچ اتمه د ښځو د نړیوالې ورځې په پار په ټوله نړۍ کې لمانځل کیږي، افغان ښځینه فعالانو هم د نړۍ په ګوډ ګوډ کې دغه ورځ ولمانځله چې تر ډيره پکې په افغانستان کې د ښځو د بد وضعیت او نړیوالې ټولنې د نه پاملرنې شعارونه ورکول کیده.
شنبه ماښآم د فرانسې هیواد مشهور ایفل ټاور هم د افغان ښځو په ملاتړ د څو شېبو لپاره روښآنه شوی و چې موخه یې د افغان ښځو اوسني وضعیت ته د نړیوالو پام اړول و.
د یاد هیواد له لوري د نړۍ مشهور ایفل ټاور داسې مهال د افغان ښځو د ملاتړ په پار روښانه کیږي، چې هغوي اوس مهال د خپلو ډيرو لومړنیو او اساسي حقونو بې برخې دي، وروسته له هغې چې طالبانو په افغانستان بیا واک ترلاسه کړ د افغان ښځو په وړاندې یې تر دې مهاله لس فرمانونه ورکړي ،چې پکې د زده کړو او کار څخه د هغو منع کول هم شامل دي.
باید یاده شي، چې څو ورځې وړاندې پاریس د افغان ښځو د ملاتړ په پار د یونسکو سازمان د یو سترې غونډې کوربه و چې له نړیوالو پکې د افغان ښځو د ملاتړ او پر طالبانو د بندیزونو غوښتنه شوې وه او له نړیوالو پکې غوښتل شوي و چې د طالبانو په وړاندې افغان ښځینه روانې مبارزې ته یوازې پرېنښودل شي.