
کابل ټيليګراف، کب ۱۹ – ۱۴۰۳ لمریز کال
د طالبانو بهرنیو چارو وزارت وایي، د دغه وزارت سرپرست مولوي امیرخان متقي په یوه رسمي سفر عمان ته ولاړ.
د یاد وزارت په خبرپاڼه کې راغلي چې دغه سفیر د عمان د بهرنيو چارو وزيربدر بن حمد البوسعيدي په رسمي بلنه شوی دی.
سرچېنې لیکلي چې متقي به د عمان د بهرنيو چارو وزير سربېره د هغه هېواد نورو لوړپوړو چار واکو سره هم د سیاسي او اقتصادي اړېکو او دوه اړخیزو همکاريو پر پراختيا خبرې وکړي.