افغانستانخبرونه

نیمروز کې ۱۵ غلا شوي موټر کشف او ضبط شول

( کابل ټيليګراف (کب ۱۹ – ۱۴۰۳ لمريزکال )

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت وایي، دوی په نیمروز ولایت کې د غلو یوه ډله نیولې چې په هلمند، نیمزور او فراه ولایتونو کې له خلکو ۱۵ موټره غلا کړي وو.

د دغه وزارت ویاند عبدالمتین قانع وایي، هغه کسان چې د دغه موټرو مالکان دي، کولای شي، د اسنادو په وړاندې کولو سره په نیمروز ولایت کې د طالبانو د والي دفتر ته ورشي او خپلې موټرې تر لاسه کړي.

په دې وروستیو کې د نورو جنایي پېښو ترڅنګ په افغانستان کې د غلا پېښې زیاتې شوي دي.