
( کابل ټيليګراف (کب ۱۹ – ۱۴۰۳ لمريزکال )
د افغانستان د فوټسال ملي لوبډلې د ګرینلینډ پر وړاندې بریا خپله کړه او د برازیل د څلور اړخیز جام درېیم مقام یې تر لاسه کړ.
د افغانستان د فوټسال ملي لوبډلې په یوه زړه راښکونکي سیالۍ کې وکولای شول چې د پنالټي ضربو په ترڅ کې د ګرینلینډ د ملي لوبډلې پر وړاندې بریا ترلاسه کړي او د برازیل د بینالقارهای سیالیو (سلسائو) درېیم مقام خپل کړي.
دا سیالي چې د لوبې په قانوني وخت کې ۲ پر ۲ مساوي پای ته رسېدلې وه، د پنالټي ضربو په پایله کې ۴ پر ۲ د افغانستان د ملي لوبډلې په ګټه پای ته ورسیده.
د افغانستان د فوټسال ملي لوبډلې ګولونه د پنالټي له نقطې څخه مهدي نوروزي، محمد جواد صفري، بهمن ګرګیچ او رضا حسینپور ووهل.
یاده دې وي چې افغانستان په دې تورنمنټ کې خپله لومړۍ سیالي کې ګرینلینډ ۵ پر ۴ ماتې کړی و.
پرون د افغانستان د فوټسال ملي لوبډلې د ایران پر وړاندې ۳ پر ۴ لوبه وبایلله.