پاکستان کې د پیل شوې چمپینزټرافۍ اتلولي هند په دوبۍ کې وګټله.

( کابل ټيليګراف (کب ۲۰ – ۱۴۰۳ لمريزکال )
یادې سیالۍ چې د نړۍ د مخکښو اتو لوبډلو ترمنځ د تېر فبرورۍ میاشتې په ۱۹ نېټه په پاکستان کې پیل شوې وې، هندۍ لوبډلې په پایلوبه کې نیوزیلنډ ته په ماتې ورکولو سره د دې سیالیو اتله شوه.
د دغه جام له پیل وړاندې هندي کرکټ بورډ پاکستان ته د خپلو لوبغاړو له لیږلو انکار وکړ چې په دې سره د هندۍ لوبډلې لوبې په دوبۍ کې شوې او د پاکستان په ګډون ټولې لوبډلې د هند سره د سیالۍ لپاره هلته سفر وکړ
پایلوبه کې نیوزیلنډ لوبډلې لومړی توپ وهنه وکړه چې د اووه لوبغاړو په زیان سره یې هندۍ لوبډلې ته د ۲۵۲ منډو هدف وټاکه
هندۍ لوبډلې ورکړل شوی هدف د ۶ لوبغاړو په زیان سره پوره او په دې سره یې د ۲۰۲۵ کال چمپینز ټرافۍ یا اتلانو جام سیالیو اتلولي په خپل نوم کړه
روحیت شرما د پایلوبې او ریچن رویندرا د یاد جام غوره لوبغاړی و نومول شو
د یادونې وړ ده چې هندوستان د وروستۍ ځل لپاره په ۲۰۱۳ کال کې د دې سیالیو اتلولي ګټلې وه