افغانستانخبرونه

مارک کارني د کاناډا لومړي وزیر په توګه وټاکل شو

کابل ټيليګراف، کب ۲۰ – ۱۴۰۳ لمريزکال

د کاناډا هېواد د مرکزي بانک پخوانی رییس مارک کارني د دغه هېواد د لومړي وزیر په توګه وټاکل شو.

شاوخوا دوه میاشتې وروسته له هغه چې جاستین ترودو د کاناډا د واکمن ګوند له مشرۍ استعفا اعلان کړه.

د راپورونو له مخې، د کاناډا د لیبرال ګوند د نوي مشر د ټاکلو لپاره رای‌اچونه چې څو ورځې وړاندې پیل شوې وه، پرون (یکشنبه، د کب ۱۹مه) پای ته ورسېده، او ۵۹ کلن مارک کارني د شاوخوا ۸۶ سلنه رایو په ترلاسه کولو سره د واکمن ګوند مشري ترلاسه کړه.

کارني په خپله وینا کې ویلي چې کاناډا به خپلې متقابلې تعرفې تر هغه وخته وساتي، څو چې امریکایان د درناوی ونه کړي، او ژمنه یې کړې چې د ډونالډ ټرمپ سره په سوداګریز جنګ کې به بریا ترلاسه کړي.