افغانستانخبرونه

د طالبانو او پاکستان ترمنځ تورخم کې لنډ مهالی اوربند شوی

( کابل ټيليګراف (کب ۲۰ – ۱۴۰۳ لمريزکال )

یوې ترکي رسنۍ راپور ورکړی چې د پاکستان او طالبانو ترمنځ په تورخم ښارګوټې کې له پرله پسې نښتو وروسته دواړو خواوو د لنډ مهال لپاره په اوربند کولو هوکړه کړې.

انادولي خبري اژانس د خپلو سرچینو په حواله ویلي چې طالبانو او د پاکستان سرحدي ځواکونو په تورخم لاره کې د دوه ورځني اوربند پرسر هوکړه کړې ده.

دا هوکړه د تورخم په سیمه کې د دواړو خواوو د قومي مشرانو له غونډې وروسته شوې ده.

په تېرو ۱۷ ورځو کې پاکستان د دواړو هېوادونو ترمنځ مهمه لویه لاره تورخم تړلې وه او لامل یې د طالبانو لخوا د سرحدي پوستې جوړول یاد کړي دي.

سوداګر وایي، د دغه لارې تړل کېدو له امله ۵ زره لارۍ دواړه خواوې په دروازو کې بندې پاتې دي او سوداګر هره ورځ ۳ میلیونه ډالره تاوان کوي.