
د طالبانو د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت وايي، ۲۱ نور افغانان هم د پاکستان له زندانونو خوشي شول.
د یاد وزارت په خبرپاڼه کې راغلي چې دغه کسان تېره ورځ خوشي شوي او د کندهار سپین بولدک له لارې هېواد ته راستانه شوي دي.
د یادونې ده چې وړمه ورځ هم ۱۲ افغان بندیان د پاکستان له زندانونو خوشې شوي وو.
دا په داسې حال کې ده چې پاکستان په خپل هېواد کې د افغان کډوالو سره زور زیاتی زیات کړی او د تورخم لار یې هم د شاوخوا دوو اونیو راهېسې د هر ډول تګ او راتګ لپاره تړلې ده.