افغانستانخبرونه

د طالبانو پوهنې وزارت د اته زره بستونو پایلې اعلان کړې

 کابل ټيليګراف – کب ۲۰ – ۱۴۰۳ لمريزکال

د طالبانو د پوهنې وزارت وایي، د ښوونکو او اداري کارکوونکو څه باندې اته زره بستونو پایلې اعلان کړې.

د طالبانو پوهنې وزارت نن د یو لړ رسمي مراسمو په ترڅ کې د ښوونکو او اداري کارکوونکو د ۸ زره او ۱۶۵ بستونو لپاره د اخیستل شوې ازموینې پایلي اعلان کړې.

د یاد وزارت د پوهنې وزارت د تضمين کيفيت معين مولوي عبدالخالق صادق په دې مراسمو کې ویلي، دا ازموینه د روڼتیا، استعداد او لیاقت له‌مخې ترسره شوه.

د صادق په وینا، د بریالي شویو کسانو د استخدام پروسه به ډېر ژر پيل شي.

پوهنې وزارت شاوخوا شپږ میاشتې مخکې د ازموینې ملي ادارې سره په همغږۍ دا بستونه ازادې سیالۍ ته سپارلي وه.