افغان ځوانان او د دوی برخلیک

افغانستان یو له هغو هېوادونو څخه دی چې د نفوسو اکثریت یې ځوانان جوړوي. د شمېرو له مخې، د دې هېواد شاوخوا ۶۳ سلنه وګړي د ۲۵ کلونو څخه کم عمر لري، چې دا په خپله یوه لویه پانګه او هم یوه ننګونه ده، خو له بده مرغه، د تېرو څلورو لسیزو جګړو، اقتصادي ستونزو، بېثباتۍ او ټولنیزو محدودیتونو د ځوانانو وضعیت داسې کړکیچن کړی چې دوی نه یوازې د خپلو استعدادونو او وړتیاوو د ودې لپاره مناسب چاپېریال نه لري، بلکې په ورځني ژوند کې هم له بېلابېلو ستونزو سره مخ دي.
په افغانستان کې د ځوانانو تر ټولو لویه ستونزه د زده کړو او کارموندنې نشتوالی دی، د طالبانو له بیا واکمنۍ وروسته، د نجونو پر مخ د منځني او لوړو زدهکړو دروازې تړل شوې، چې دا کار د یوې لویې برخې ځوانانو راتلونکی له ګواښ سره مخ کړی دی.
سربېره پر دې، د هلکانو لپاره هم د کیفیت لرونکو زدهکړو او مسلکي روزنې امکانات خورا کم دي، د اقتصادي وضعیت خرابوالي او بهرنیو مرستو کمېدو سره، د کارموندنې فرصتونه هم ورځ تر بلې کمېږي، چې له امله یې ډېری ځوانان یا بېکاره دي او یا هم د ژوندانه د لومړنیو اړتیاوو پوره کولو لپاره درانه او کممعاشه کارونه کوي.
بل لوی خنډ د امنیت او رواني روغتیا ستونزې دي. د اوږدو جګړو او بېثباتیو پایلې داسې دي چې ډېری ځوانان له رواني فشارونو، اضطراب او افسردګۍ سره مخ دي.
د دې تر څنګ، د نشهيي توکو د روږدي کېدو کچه هم مخ په زیاتېدو ده، په ځانګړي ډول په هغو سیمو کې چې اقتصادي ستونزې او بېوزلي زیاته ده. دا وضعیت د ځوانانو راتلونکی نور هم تیاره کوي.
په ورته وخت کې د وروستیو کلونو یوه تر ټولو زړه بوږونکې پدیده د ځوانانو لویه برخه کډوالي ده. د بېکارۍ، ناامنۍ او محدودیتونو له امله، په سلګونو زره ځوانان له هېواده وتلي او یا هم د وتلو په لټه کې دي.
دا کډوالي نه یوازې د هېواد د بشري سرچینو ضایع کېدل دي، بلکې د کورنیو او ټولنې پر جوړښت هم منفي اغېز کوي. ډېری هغه ځوانان چې په بهر کې پناه اخلي، د سختو شرایطو، تبعیض او نامعلوم برخلیک سره مخ کېږي.
د دې ټولو ستونزو سره سره، افغان ځوانان د خپل هېواد د پرمختګ لپاره یوه لویه هیله او پانګه ده. دوی د لوړې انرژۍ، نوښتګرۍ او بدلون راوستلو وړتیا لري.
په تېرو دوو لسیزو کې، ډېرو ځوانانو د زدهکړو، ټکنالوژۍ او مدني فعالیتونو په برخو کې د پام وړ پرمختګونه کړي وو، خو اوسني محدودیتونه د دې پرمختګ مخه نیسي. که دوی ته مناسب فرصتونه او ملاتړ برابر شي، نو دوی کولی شي د هېواد په بیا رغونه او سمسورتیا کې ستر رول ولوبوي.
د ځوانانو د وضعیت د ښهوالي لپاره، اړینه ده چې لومړی د زدهکړو او کارموندنې په برخو کې پانګونه وشي. د نجونو او هلکانو لپاره د تعلیمي او مسلکي روزنې د برابرولو تر څنګ، د خصوصي سکټور او نړیوالو مرستو له لارې د کاري فرصتونو رامنځته کول اړین دي. همدا راز، د رواني روغتیا پروګرامونه او د نشهيي توکو پر وړاندې مبارزه باید په لومړیتوبونو کې وي.
د ځوانانو د ونډې او ګډون لپاره باید د بیان ازادي او مدني فعالیتونو ته لاره هواره شي، ترڅو دوی وکولی شي په تصمیمنیونو کې برخه واخلي او د خپل راتلونکي په اړه خپل نظرونه شریک کړي، د کډوالۍ د مخنیوي لپاره باید په هېواد کې دننه د ژوند شرایط ښه شي، ترڅو ځوانان د تېښتې پر ځای په خپل هېواد کې د ژوند کولو او کار کولو هڅونه ومومي.
افغان ځوانان د هېواد راتلونکی دي، خو د دوی اوسني وضعیت ته په کتو، دوی له یوه نازک پړاو څخه تېرېږي. که د دوی ستونزو ته جدي پاملرنه ونه شي، نو دا کیدای شي د یوه نسل د ضایع کېدو او د هېواد د لا پسې کړکېچ لامل شي.
خو که مناسبې پالیسۍ او عملي ګامونه پورته شي، نو دا ځوانان کولی شي د افغانستان د پرمختګ او سوکالۍ بنسټ جوړ کړي. دا کار د دولت، افغاني او نړیوالې ټولنې په ګډو هڅو ممکن دی.