
کابل ټیلیګراف – ۲۲ کب د ۱۴۰۳ لمریز کال
د طالبانو ستره محکمه وایي چې په کاپیسا ولایت کې یې اووه کسان په عام محضر کې په درو وهلي دي.
د طالبانو سترې محکمې په خبرپاڼه کې راغلي چې د کاپیسا د دویمې حصې ولسوالۍ لومړۍ محکمې د پرېکړې له مخې، د یوې ښځې په ګډون دوو کسانو ته د نامشروع اړیکو او څلورو کسانو ته بیا د لواطت په جرم تعزیري سزا ورکړل شوې ده.
سرچېنې لیکلي، چې لومړۍ محکمې یو مجرم پر لس میاشتې تنفیذي بند او ۳۵ درو، بل مجرم پر اته میاشتې بند او ۲۰ درو او دوه تورن پر دوه دوه کاله تنفیدي بند او ۳۹ – ۳۹ درو او دوه نور تورن بیا پر یو یو کال تنفیذي بند او ۱۵ او ۳۰ درو محکوم کړي وو.
دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو دغه تعزیري حکمونه په وار وار په کور دننه او بیرون غندل شوي خو طالبانو بیا هم دوام ورکړی دی.