افغانستانخبرونه

افغانستان کې د تریاک بیو لوړېدو په اړه د ملګرو ملتونو راپور

کابل ټیلیګراف – ۲۳ کب ۱۴۰۳ لمریز کال

د ملګرو ملتونو د نشه‌يي توکو او جرمونو پر ضد دفتر (یواېن‌اوډي‌سي) وایي، افغانستان کې د تریاکو قیمت په یوه کیلوګرام کې ۷۵۰ ډالرو ته لوړ شوی دی.

دغه دفتر په خپل راپور کې ویلي، د افغانستان د تریاکو د تولید کمښت قاچاقچیانو ته ګټه رسولې، ځکه د نرخونو لوړوالی یې د دوی عاید لوړوي. 

د دغې ادارې د موندنو لمخې، په افغانستان کې د نشه‌يي توکو د پروسس کچه کمه شوې او په عمومي توګه له دې هېواده د دغو توکو لېږد هم راکم شوی دی. د ملګرو ملتونو د نشه‌يي توکو او جرمونو پر ضد دفتر (یواېن‌اوډي‌سي) وایي، افغانستان کې د تریاکو قیمت په یوه کیلوګرام کې ۷۵۰ ډالرو ته لوړ شوی دی.

د ملګرو ملتونو د نشه‌يي توکو او جرمونو پر ضد دفتر (UNODC) د وروستي راپور له مخې، د افغانستان د تریاکو بیه په ۲۰۲۴ کال کې په یوه کیلوګرام کې ۷۵۰ ډالرو ته لوړه شوې ده. دا د تېر کلونو پرتله بې‌سارې زیاتوالی ښيي، چې یو شمېر فکتورونه یې لامل شوي دي.

د ۲۰۲۲ کال په اپرېل کې، د طالبانو حکومت د نشه‌یي بوټو کر، تولید، پروسس، او سوداګرۍ بندیز اعلان کړ.

د دې بندیز له امله، د تریاکو تولید په ۲۰۲۳ کال کې ۹۵٪ کم شوی، چې دا د نړیوال بازار لپاره سخت کمښت و.

د UNODC  د ۲۰۲۳ راپور له مخې، په افغانستان کې د تریاکو کروندې یوازې ۱۰،۸۰۰ هکتاره ته راښکته شوې، پداسې حال کې چې په ۲۰۲۲ کې دا رقم ۲۳۳،۰۰۰ هکتاره و.