افغانستانخبرونه

طالبانو د واخان سړک دویم فاز جوړو تړون لاسلیک کړ

کابل ټیلیګراف – ۲۳ کب ۱۴۰۳ لمریز کال

د طالبانو د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت وایي چې د بدخشان ولایت واخان سړک د دویم فاز چارو تړون یې له یوه خصوصي شرکت سره لاسلیک کړ.

د یاد وزارت سرپرست ملا محمد یونس اخندزاده نن په کې یوې غونډې ته وویل، دغه سړک ۷۱ کیلومتره اوږدوالی لري او کارونه به یې په چټکۍ سره پیل شي.

هغه زیاته کړه چې د واخان سړک د جوړولو بودیجه د طالبانو له‌خوا ورکول کېږي.

د دې سړک لومړی فاز د ۲۰۲۳ کال په سپتمبر کې پیل شو، او د طالبانو د کلیو بیارغونې او پراختیا سرپرست وزیر ملا محمد یونس اخندزاده د دې پروژې د پرانیستې پر مهال وویل چې دا یوه حیاتي او مهمه پروژه ده چې د واخان ولسوالۍ د اوسېدونکو ترانسپورتي ستونزې به هوارې کړي.

د دې پروژې موخه د افغانستان او چین ترمنځ د سوداګرۍ او ترانزیټي اړیکو پراختیا ده، چې د واخان دهلېز له لارې به دواړه هېوادونه ونښلوي. د سړک جوړولو چارې د ۲۰۲۱ کال په مې میاشت کې پیل شوې وې، خو له لنډې مودې وروسته ودرول شوې. اوس مهال د دې سړک د جوړولو کار په بشپړېدو دی، او طالبان د ګټې اخیستنې لپاره د کار د پیلیدو انتظار باسي.

د دې سړک جوړول به نه یوازې د افغانستان او چین ترمنځ سوداګریزې اړیکې پیاوړې کړي، بلکې د بدخشان ولایت د لیرې پرتو سیمو اوسېدونکو ته به هم د ترانسپورتي اسانتیاوو په برابرولو کې مرسته وکړي. همدارنګه، دا پروژه به د سیمې د اقتصادي پرمختګ او د خلکو د ژوند د کیفیت په ښه والي کې هم اغېزمنه وي.