
( کابل ټيليګراف (کب ۲۳ – ۱۴۰۳ لمريزکال )
د ایران د سړکونو او ښاري پراختیا وزارت مرستیال اعلان کړی چې د ایران او افغانستان ترمنځ د مسافرو وړونکي اورګاډی به په نږدې راتلونکي کې فعال شي.
جبارعلي ذاکري د خواف-هرات اورګاډي له لارې د اروپا د ټرانزیټ مالونو او له ګاونډیو هېوادونو سره د رېل پټلۍ له لارې د ټرانزیټ د زیاتوالي خبر هم ورکړی دی.
نوموړي د ایران د ریل ټرانزیټ د وروستیو پرمختګونو او د خواف-هرات د اورګاډي د ارزښت په اړه ویلي چې د ایران او ګاونډیو هېوادونو ترمنځ د ریل پټلۍ اتصال او ټرانزیټ ورځ تر بلې ډېرېږي.
د ایران د اورګاډي ادارې مشر ویلي، د خواف-هرات د کرښې له لارې د بار انتقال ښه شوی او د افغانستان د ریل ټرانزیټ د پراخولو لپاره مهم ګامونه پورته شوي دي.
ایراني چارواکو ویلي، د خواف-هرات اورګاډي کرښه نه یوازې د بار، بلکې د مساپرو لپاره هم فعاله کېږي.