
کابل ټیلیګراف – ۲۶ کب ۱۴۰۳ لمریز کال
د طالبانو چاپیریال ساتنې ملي اداره وایي، د اقلیمي بدلون پر وړاندې د مبارزې لپاره افغانستان ته د پنځو کلونو لپاره د ۱۰ میلیونه ډالرو په ارزښت بودجه تصویب شوه.
د یادې ادارې په خبرپاڼه کې راغلي، یاده پروژه، چې ارزښت یې ۹.۹۸ میلیونه ډالره دی، د نړیوال چاپېریالي اسانتیاوو صندوق (GEF) له لوري د کم پرمختللو هېوادونو د صندوق (LDCF) په شورا کې تصویب شوه.
د دې بودجې له مجموعي اندازې څخه، ۸.۹۸ میلیونه ډالره د نړیوالو چاپېریالي اسانتیاوو GEF له لوري او 1 میلیونه ډالر د ملګرو ملتونو د انکشافي پروګرام (UNDP) د داخلي مالي همکارۍ (Co-Finance) له لارې برابرېږي.
یاده پروژه به د پنځو کلونو لپاره د بدخشان او کنړ په ولایتونو کې پلې کېږي، چې موخه یې د ځایي ټولنو د اقلیم بدلون پر وړاندې مقاومت زیاتول او د هغوی معیشت ښه کول دي.