لوبې

نیوزلنډ پاکستان ته په لومړۍ لوبه کې په ستر توپیر ماته ورکړه

( کابل ټیلیګراف – ۲۶ کب ۱۴۰۳ لمریز کال )

د نیوزیلنډ کرکټ ملي لوبډلې پخپل کوربتوب په لومړۍ شل اوریزه لوبه کې پاکستان ته په نهه ویکټو سخته ماتې ورکړه.

په دغه لوبه کې پاکستان لومړی توپ وهنه وکړه او ټوله لوبډله یې مخکې تر دې چې شل اورونه ولوبوي، په ۱۹م اور کې یواځې په ۹۱ منډو وسوزیده، چې په ځواب کې نیوزیلینډ لوبډلې ټاکل شوی هدف په لس اورونو او یو توپ یواخې د یوې ویکټې په سوزیدو سره ټاکل شوی هدف پوره او میلمه لوبډلې ته یې په ۹ ویکټو ماتې ورکړه.

د پاکستان کرکټ ملي لوبډله چې له مودو راهیسې په شل اوریزو لوبو کې خرابه کاردګي کوي، تازه ورته نوی کپتان ټاکل شوی وو، خو بیا یې هم د ماتو لړۍ دوام لري.