
( کابل ټيليګراف (کب ۲۷ – ۱۴۰۳ لمريزکال )
که څه هم د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ هڅه پیل کړې چې د اسراییلو او حماس ترمنځ اوربند رامنځته کړي او د دوي ترمنځ روانه جګړه ختمه کړي خو بیا هم د یکشنې په ورځ د اسراییلو له لوري پر غزې د بریدونه ترسره شوي دي چې په پایله کې یې ۱۵ فلسطینیان وژل شوي دي د فلسطین د روغتیا وزارت د معلوماتو له مخې چې د جنورۍ له ۱۹ له اوربند سره سره چې تمه کېده د جنګ او وژنو مخه به ونیول شي د اسراییلو په بریدونو کې لسګونه کسان وژل شوي دي
یاد وزرات زیاته کړې چې په وروستیو وژل شوکسانو کې چې د اسرییلو لخوا په بریدونو کې وژل شوي څلور یې خبریالان دي خو دا یې نه دي ویلي چې خبریالانو د کومو رسنیو اړوند دي.
د اسراییل پوځ ویلي دي، چې د اوربند له نافذېدو راهیسې د دوی ځواکونو د ترهګرو له خوا خپلو سرتېرو ته نږدې د کېدو یا د بمونو اېښودلو د ګواښونو د مخنیوي لپاره عکس العمل ښودلی دی د اسراییل پوځ ادعا کوي، چې شپږ وژل شوي کسان د حماس او د اسلامي جهاد د وسله والو ډلو غړي دي همدارنګه ویلي دي، چې ځینو وسلوالو ډلو د خبریالانو تر پوښښ لاندې فعالیت کاوه.
د غزې د حکومتي رسنیو د دفتر مشرې سلامه معروف ویلي، چې د پېښې په اړه د پوځ په بیان کې د هغو کسانو نومونه هم شامل دي چې حاضر نه وو
په غزه کې دوامداره وژنې د قطر، مصر او متحده ایالاتو په منځګړیتوب د درې اړخیزه اوربند تړون کمزوري په ګوته کوي.
دا په داسې حال کې ده، چې حماس مخکې ویلي و چې دوی به یوازې د دویم پړاو له مخې چې ټاکل شوې وه د مارچ په دویمه پیل شي، د یرغمل شویو کسانو خوشې کول بیا پیل کړي
تراوسه پورې امریکا د دې بریدونو او وژل شویو کسانو په اړه کوم څه نه دي ویلي که څه هم نړیوال شنونکي وايي چې امریکا په دې جنګ کې په ښکاره او پټه د خپل کلک متحد اسراییلو سره ولاړه ده خو ډونالډ ټرمپ بیا واک ته له رسیدو وروسته رسنیو ته ویلي چې غواړي د اوکراین او روسیې تر منځ او تر څنګ یې د اسرییلو او حماس ترمنځ د جنګ روانې کشالۍ ته د پای ټکی کېږدي خو تر دې مهاله ښکاري چې کوم نتیجه یې نه ده ورکړې