
کابل ټیلیګراف – ۲۷ کب ۱۴۰۳ لمریز کال
بغلان کې د طالبانو ولایت مقام وایي، په دغه ولایت کې د اغا خان بنسټ په مالي ملاتړ د ابو رسولو ۱۶ شبکې جوړیږي.
د بغلان ولایت د مقام د رسنیو دفتر په خبرپاڼه کې راغلي چې دغه شبکې د دوشي، خنجان، بنو، دهنه غوري، پلحصار اوخوست ولسوالیو کې جوړیږي.
سرچېنې د معلوماتو له مخې، په دغو شبکو ۱.۹ میلیون ډالره لګښت راځي.
د یادونې ده چې تر دې مخکې په یادو سیمو کې خلکو پاکو اوبو ته لاسرسی نه درلود.