افغانستانخبرونه

تېرو دوو میاشتو کې د افغانستان د صادارتو ارزښت ۱۸ میلیون ډالره کم شوی

کابل ټیلیګراف – ۲۷ کب ۱۴۰۳ لمریز کال

د طالبانو احصایې او معلوماتو ملي اداره وايي، د روان کال په سلواغې میاشت کې د افغانستان د صادراتو ارزښت د مرغومې میاشتې پرتله ۱۸ میلیونه ډالره کم شوی دی.

د یادې ادارې په خبرپاڼه کې راغلي چې  په سلواغې میاشت کې د افغانستان د صادراتو ارزښت ۱۴۴.۲میلیونه ډالره دی، په داسې حال کې چې د وارداتو عمومي ارزښت ۱۰۷۶.۱ میلیونه ډالرو ته لوړ شوی دی.

سرچېنې د معلوماتو له مخې، په دغه میاشت کې تر ټولو زیات صادرات هند، پاکستان او متحده عربي اماراتو ته شوي، په داسې حال کې چې ایران، چین او پاکستان د افغانستان ستر صادرونکي هېوادونه دي.

افغانستان اوس هم یو وارداتي اقتصاد لري، چې د صادراتو کموالی او د وارداتو زیاتوالی د سوداګرۍ توازن ته جدي ننګونې رامنځته کوي. که د صادراتو کچه بېرته لوړه نه شي، ممکن د اقتصادي فشارونو شدت زیات شي.