ځانګړي برخهراپورونه

د خبریالانو ورځ؛ د طالبانو دروغجن ملاتړ او پر رسنیو وضع شوي ګڼ محدودیتونه

کابل ټیلیګراف – ۲۷ کب ۱۴۰۳ لمریز کال

یو شمیر افغان خبریالان د خبریال ملي ورځې په مناسبت وایي،‎، د طالبانو په واکمنۍ کې د دغې ورځې د نماځلو هیڅ څرک نشته او رسنۍ د سانسور او محدودیتونو سربېره له ګڼو ستونزو سره مخ دي.

نن د کب ۲۷ مه د خبریال له ورځې سره برابره ده.

د افغان خبریالانو بېلابېلې تبصرې

کابل کې د یوه خصوصي ټلویزیزون خبریال چې نه غواړي یې نوم یې په راپور کې خپور شي کابل ټیلیګراف ته وویل چې د پخواني حکومت پر مهال به دغه ورځ په ډیرو شاندارو مراسم کې نماځل کېده خو د طالبانو د واکمنۍ پر مهال یې دغه ډول مراسم نه تر سترګو کیږي.

دی وایي: «هسې په تش نوم ورځ ده، خبریال نیول کیږي، وهل کیږي، سانسور کیږي، اطلاعاتو ته لاسرسی نه لري، رواني امنیت یې نشته دی، نو څنګه د خبریال ورځ ده.»

هغه زیاتوي چې افغان خبریالان له ګڼو ستونزو سره مخ دي او هیڅ هم پرته د طالبانو له اجازې نه شي خپرولی.

پروان ولایت کې د یوې محلي راډیو خبریال هم وایی، پخوا به یې لسګونه خپرونې درلودې خو اوس مهال پرته له دې چې ترانې خپرې کړي نور څه نه شي خپرولی.

دی وایي چې د حتی طالبانو یې نه پریږدي، ټولنیزې او ادبې خپرونې هم خپرې کړي.

دغه خبریال وایي چې د انجونو غږ بله هغه ستونزه ده چې راډیوګانې ورسره مخ دي، انجونې خو په راډیوګانې کې کار نه شي کولی چې حتی د غږ خپرېدو اجازه یې هم نشته ده.

دغه خبریال په داسې حال دا څرګندونې کوي چې طالبانو په دې وروستیو کې د ټلویزیونونو په سیاسي خپرونو هم بندیز لګولی دی.

د طالبانو له واکمنۍ وروسته، د افغانستان د ژورنالیستانو د ملي ټولنې او یونیسکو یوې ګډې څېړنې ښودلې چې ۴۸ سلنه رسنۍ (راډیو، ټلویزیون او انلاین) خپل فعالیتونه درولي دي.

د طالبانو له واکمنۍ وروسته، په افغانستان کې د رسنیو شمېر او فعالیتونه په پام وړ ډول کم شوي دي. که څه هم طالبان د رسنیو د ملاتړ ادعا کوي، خو د رسنیو تړل کېدل، د خبریالانو دندې له لاسه ورکول، او د تاوتریخوالي زیاتوالی د بیان ازادۍ او اطلاعاتو ته د لاسرسي په برخه کې جدي ننګونې رامنځته کړې دي.

د طالبانو دروغجنه ادعا

خو د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت نن د خبریال د ملي ورځې په مناسبت ویلي، رسنۍ دې د دوی د تګلاور په چوکاټ کې خپل کار ته دوام ورکړي.

یاد وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، افغانستان کې د رسنیو وضعیت د ښه کېدو په لور روان دی.

دغه وزارت له رسنیو غوښتي چې د طالبانو د تګلارو په چوکاټ کې او د اصیل افغاني او اسلامي کلتور په پام کې نیولو سره خپلو خبري چارو ته دوام ورکړي.