افغانستانخبرونه

په افغانستان کې د یوناما ماموریت د یو بل کال لپاره وغځول شو

کابل ټیلیګراف – ۲۷ کب ۱۴۰۳ لمریز کال

د ملګرو ملتونو امنیت شورا د یوه پرېکړه ‌لیک په تصویب سره د افغانستان لپاره د دغه سازمان د استازولۍ دفتر یا یوناما ماموریت د ۲۰۲۶ کال د مارچ تر ۱۷مې پورې وغځاوه که ځه هم اندېښنې وې چې هلته د خلکو روان فقر او  د یوناما د ماموریت پای به په افغانستان کې بحران لا زیات کړي خود دوي له تازه پرېکړې وروسته به یوناما یو کال نوره هم په افغانستان کې کار وکړي

بل لورې ته په افغانستان کې د یوناما په افغانستان کې د یو کال د پاتې کېدو د پرېکړې په درشل کې امریکا له یادې پرېکړې هرکلی کړی  

په دغه سازمان کې د متحده‌ایالاتو سرپرستې استازې ډوروتي شیا د افغانانو او نړۍوالې ټولنې د ملاتړ لپاره د یوناما له فعالیتونو څخه هرکلی کړی دی.

نوموړې د دوشنبې په ورځ افغانستان کې د یوناما کاري مودې غځېدو ته په اشارې د بشري حقونو، په ځانګړې توګه د افغان ښځو او نجونو د حقونو د ودې لپاره د دغه سازمان د پیاوړتیا پر اړتیا ټینګار کړی دی.

په ملګرو ملتونو کې د متحده‌ایالاتو سرپرستې په افغانستان کې د یوناما فعالیت د ملاتړ ترڅنګ د دغه سازمان له سرمنشي څخه غوښتي، چې د امنیت شورا ۲۷۲۱ پرکړه‌لیک چې د افغانستان د ملاتړ لپاره اړین اقدامات په‌کې شامل دي، په جدي توګه د پلي کېدو ټنګار کړی دی

شیا همداراز له یوناما څخه غوښتي، چې د افغانستان د پراخ بشري ناورین د حل او د دغه هېواد د اقتصادي ثبات او ښه‌والې لپاره د خپلو پروګرامونو پیاوړتیا ته دوام ورکړي.

ورته مهال، په ملګرو ملتونو کې د امریکا سرپرستې استازې ډوروتي شیا د افغانستان د سولې لپاره د ټولو جریانونو ترمنځ د ملي مذاکراتو پر اړتیا او ارزښت هم ټینګار کړی.

دا په داسې حال کې ده، چې څو ورځې وړاندې د طالبانو ویاند ذبیح‌الله مجاهد نیوکه کړې وه، چې د ملګرو ملتونو د استازولۍ یوناما ماموریت څومره چې اړین و، دومره اغېزمن نه و.

نوموړي ویلي و، د یوناما له ادرسه د افغانستان په تړاو چې هدف یې اوسني وضعیت و تل منفي راپورونه خپار شوي چې د ملګروملتونو ذهنیت یې خراب کړی دی

خو د یو کال کاري مودې د غځولو په اړه طالبانو لا کوم څه نه دي ویلي.