
( کابل ټیلیګراف – ۲۹ کب ۱۴۰۳ لمریز کال )
د پاکستان د بلوچستان صوبې پوهنتونونه د امنیتي ستونزو له امله تر امرثاني پورې تړل شوي او مسؤلینو ته سپارښتنه شوې، چې زده کړیالانو ته انلاین تدریس ترسره کړي.
په بلوچستان کې تحصیلي ادارو هم تائید کړې، چې یاده چاره د امنیتي اندېښنو له امله ترسره شوې او تر اوسه پورې درې پوهنتونونه تړل شوي دي.
دوی د یوې اعلامیې له مخې ویلي، چې تر نا معلوم وخته پورې به خپلو زده کړیالانو ته په انلاین بڼه د تدریس چارې ترسره کړي.
د یادونې وړده، چې په وروستیو کې بلوچستان د پاکستان تر ټولو نا امنه سیمه بلل کیږي، چې په کې زیات امنیتي ځواکونو ته مرګ ژوبله اوړي.