افغانستانخبرونه

نورستان کې ترافیکي پېښه کې ۱۱ تنه ټپیان شول

( کابل ټیلیګراف – ۲9 کب ۱۴۰۳ لمریز کال )

د نورستان ولایت په دواب ولسوالۍ کې نن سهار د یوې ډاډسن موټر د چپه کېدو له امله ۱۱ تنه ټپیان شوي دي.

په دغه ولایت کې د طالبانو امنیه قوماندانۍ وایي، دغه پېښه نن سهار شپږ بجې د دواب ولسوالۍ په دهن پیار کلي کې له سړک څخه یوې کندې ته د ډاډسن موټر د چپه کېدو له امله رامنځته شوې ده.

دوی زیاتوي، په پېښه کې ۱۱ تنه ټپیان شوي، چې ټول د درملنې په موخه روغتون ته لیږدول شوي دي.