
کابل ټیلیګراف – ۲۹ حوت ۱۴۰۳ لمریز کال
وروسته تر هغې چې تورخم کې د طالبانو او پاکستانیو ځواکونو له لوري په تورخم فرضي کرښه کې جګړه وشوه پاکستان لوري یاده لاره د هر ډول تګ راتګ پر مخ بنده کړه چې دواړه غاړې سوداګرو ته پکې میلیونه ډالر تاوان ورسید
دواړو لوریو د بار بار ناستو ۲۷ وروسته په دې وتوانیدل چې یوې پرېکړې ته ورسیږي او لاره یې د تراننزیټ او سوداګرۍ پر مخ خلاصه شوه او ویلي کیږي چې د مسافرو لپاره به د راتلونکې جمعې په ورځ خلاصه شي.
د سوداګری د برخې یو شمیر فعالان وايي، چې پاکستان د تورخم او سپین بولدک لاره تل په یوه نه یوه ډول په افغان حکومتونو د فشار په ډول استعمال کړې او یا یې هم استمعال وي دوي وايي باید د دې لارې د خلاصون او بندیدو لپاره خاص قوانین وضایع شي کنه داسې په نه خبره بندول یې دواړو لوریو ته تاوان رسولی شي او سوداګر مجبوري چې له دې لارې خپله سوداګري بنده کړي، د دوي په خبره تورخم د افغانستان یوه له ډیرو مهمو ټرانزیټي لارو څخه ده چې د پاکستان د غلطو پالیسو له وجې زیاتره سوداګر د دې لارې پر ځای پر نورو لارو غور کوي
د ټولنیزو رسنیو یو شمیر فعالانو بیا ویلي چې پاکستان تل په داسې وخت کې چې له افغان سوداګرو د تازه میوې لارې یا نور توکي له افغانستان هغوي ته ورځّي په قصدي ډول یا د یوې بهانې په شکل سره بندوي چې له دې لارې افغانانو او په خاص ډول افغان سوداګرو ته سخت زیان اړوي
دوي زیاتوي په اوس مهال کې د روژې په میاشت کې د دوي د لارې د بندیدو له امله په خوراکي توکو او نورو شیانو کې ډیر قیمتونه راغلی چې له امله یې خلک د سختو ستونزو سره مخ دي
صابر چې په تورخم ساحه کې د خوراکي توکو هټۍ لري راته وویل چې ۲۷ ورځو کې د تورخم د لارې د بندیدو له امله یې له ۲۰۰ سوه زره افغانیو زیات تاوان کړی وايي هر هیټوال او دلته بل کاروباري کس ته په لکونو روپۍ تاوان اغوښتی دی چې په خبره یې دې کار یې له کاروبار زړه ور مات کړی ځکه په خبره یې چې کاروبار یې لږ ښه شي پاکستان غاړې به لاره بنده کړي چې بیا دوي نه د ځای کرایه ورکولی شي او نه د کور مصارف پوره کولی شي.
جلیل چې په تورخم کې د مسافرو توکي په ګاډیو کې یو د بل لوري ته انتقال کوي وايي چې لاره خلاصه وي د ورځې تر ۵۰۰ افغانیو پورې کار کوي او د کورنۍ ګوزاره یې ښه پرې روانه وي خو په خبره چې د دې ۲۷ د بندیدلو سره هره ورځ له کور په دې نیت راوتلی چې لاره به خلاصه شي خو په خبره یې هر ماښام په داسې حالت کې بیرته کور ته ګرځیدلی چې د لارې کرایه به هم ورسره نه وه وايي اوس خوښ دی چې لاره بیرته خلاصه شوه
خالد وايي د دوه ورځو لپاره پاکستان ته راغلی و تر څو د مور د ناروغۍ لپاره دوا واخلي او بیرته کور ته ولاړ شي خو په خبره یې چې دلته په بند پاتې کېدو سره یې نه تنها د مور دوا چې د هغې د صحت لپاره و له دې سره بنده پاتې او مور یې له ناورغۍ رنځیږي بلکې د پوهنتون درسونه یې هم ورڅخه پاتې شول وايي هغې شېبې ته انتظار باسې چې د جمعې ورځ شي او بیرته افغانستان ته ستون شي وايی ډاریده چې په پردي وطن کې پرې اختر رانشي
د افغان او پاکستاني لوري د لارې د خلاصون جرګه د سواداګرو ترمنځ ترسره شوه چې د څو ځل ناستو وروسته یې نن د لارې د خلاصون موافقه سره وشو تر دې مهاله پورې نور جزیات نه دي ورکړل شوي چې د لارې د خلاصون د موافقې اصلي ټکي کوم دي او کوم څه د هغوي غوښتنې وې چې پر اساس یې د پاکستان لوري لاره بنده کړې وه خو یو افغان سوداګر او د دې جرګې ګډوانوال په خپله فیسبوک پاڼه د یوې ناکامې جرګې وروسته لیکلي و چې پاکستان لوري وايي طالبان دې پر ډیورنډ فرضي کرښه پوستې جوړل بند کړي او ژمنه دې ورکړي چې تر دې وروسته به هم پوستې نه جوړي بیا به لاره خلاصه کړي
خو د پوستو جوړلو او نه جوړولو په اړه تر دې مهاله پورې دواړو لوریو څه نه دي ویلی خو د معلوماتو له مخې ۲۷ وړاندې د دواړو لوریو ترمنځ جګړه په همدې موضوع رامنځته شوې وه چې افغان لوري غوښتل د تورخم فرضي کرښې ته څيرمه خپل لوري ته یوه پوسته کې کار وکړي چې د پاکستاني لوري د غبرګون ښودلو وروسته یې یې ترمنځ جګړه رامنځته شوه او دواړو لوریو ته یې مرګ ژوبه اړولې وه
د ورکړل شوو معلوماتو له مخې سواګریز موټر د نن ورځې له مازیګر پیل شوي او د جمعې په ورځ به مسافرو ته هم د تګ راتګ اجازه ورکړل