خبرونهنړۍ

اردعان په ترکیه کې خپل سیال د ولسمشرۍ د نوماندۍ څو ورځې مخکې ونیوه

( کابل ټیلیګراف – 30 کب ۱۴۰۳ لمریز کال )

د ترکيې ولسمشر رجب طيب اردغان خپل سیال او د استنبول ښاروال اکرم امام اعولو د ولسمشرۍ نوماند کېدو څو ورځې مخکې ونيوه.

د بهرنيو رسنيو د راپورونو له مخې، د استنبول ښاروال اکرم امام اعولو د چهارشنبې په سهار توقيف شو.

اکرم امام اعولو، چې د سيکولر ريپبليکن خلکو ګوند سره تړاو لري، د ترکيې د ولسمشر اردوغان د قوي سياسي سيال په توګه شمېرل کېږي او ټاکل شوې وه چې د مارچ په ۲۳مه د ريپبليکن خلکو ګوند لخوا د ولسمشرۍ د نوماند په توګه نومول شي.

د راپور له مخې، اکرم امام اعولو باندې د فساد او يوې ترهګرې ډلې سره د مرستې تورونه لګول شوي دي.

پوليسو د تحقيقاتو په ترڅ کې ۱۰۰ کسان نيولي، چې په کې سياستوال، خبريالان او سوداګر شخصيتونه شامل دي.

امام اعولو په يوه آنلاين بيان کې وويل چې د خلکو اراده نشي خاموشه کېدلی.

بلې خوا ته د استنبول د ښاروال نيولو سره سم د ترکيې په سړکونو، پوهنتونو او اورګاډي سټېشنونو کې د حکومت پر ضد لاریونونه پيل شوې دي.

په استنبول کې د مظاهره کوونکو او پوليسو ترمنځ د نښتو راپورونه هم ورکړل شوي دي.

همدا راز، حکومت په استنبول کې د څلورو ورځو لپاره د بنديزونو له مخې پر عامه غونډو بنديز لګولی دی.

د یادونې وړده، چې د استنبول ښاروال اکرم امام اعولو د پوهنتون ډيپلوم هم د سې شنبې په ورځ لغوه شوی و.

عربي رسنۍ وايي چې دا امکان شته چې د ډيپلوم د لغوه کېدو له امله امام اعولو د ولسمشرۍ ټاکنو لپاره له نوماندۍ محروم شي.