
کابل ټیلیګراف – ۳۰ کب ۱۴۰۳ لمریز کال
اسرییل چې د حماس سره یې تازه د اوربند نېټه پوره شوې په خپلو تازه هوايي بریدونو کې یې ۹۱ کسانو ته مرګ ژوبه اړولې ده؛ د غزې د روغتیا وزرات ویلي چې د پنجشنبې د ورځې د اسراییلو له لوریو په شوو بریدونو کې ۹۱ فلسطیني وګړي وژل شوي دي او لسګونه نور ټیپان شوي دي
د راپورنو له مخې چې اسراییلو له وړاندې خلکو ته خبرداری ورکړی و چې د اوسیدو مینې پریږدي او وروسته یې پرې بمبارې کړې ده؛ غزې د حماس او اسراییلو ترمنځ د اوربند په دوه میاشتنې موده کې لږه د ارام ساه واخیسته خو د اوربند تر ختمېدلو وروسته بیا د سور مریمو او بمباریو شاهده ده
حماس د اسراییلو له بریدونو وروسته بار بار ویلي چې اسراییل نور اوربند نغواړي او د جګړې لاره یې غوره کړې ده په داسې حال کې چې اسراییلي چاروکو ویلي د بریدونو د بیا پیل لپاره یې د امریکا سره سلامشوره کړې ده
د پنجشنبې په ورځ ناوخته، اسراییلي پوځ وویل چې دوی په تېرو څو ساعتونو کې د غزې په سویلي ښار رفح کې د شبورا په سیمه کې ځمکني عملیات هم پیل کړي دي د دوی په وینا، د غزې په سویل کې یې هم خپل فعالیت پراخ کړی او د غزې په شمالي او مرکزي سیمو کې یې هم خپل فعالیت ته دوام ورکړی دی.
فلسطیني وسله والې ډلې حماس، چې د اسراییل د نوي برید په لومړیو ۴۸ ساعتونو کې یې غچ نه دی اخیستی، ویلي چې د دوی وسله والو پر اسراییل توغندي توغولي دي.
تر دې مهاله پورې امریکا او نورو نړیوالو هېوادنو د پر غزه د اسراییلو د تازه بریدونو په تړاو کوم غبرګون نه دی ښودلی