افغانستانخبرونه

د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړی استازی  محمد صادق کابل ته په ناڅاپي سفر تللی

( کابل ټیلیګراف – د وري دویمه ۱۴۰۴ لمریز کال )

یو شمېر رسنیو راپورونه خپاره کړي چې د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړی استازی صادق خان د جمعې په ورځ کابل ته تللی دی او هلته به له طالبانو سره لیدنې ولري.

تر دمه د  محمد صادق د دې سفر په اړه طالبانو او پاکستاني چارواکو څه نه دي ویلي خو ویل کیږي  چې هغه به په ډیورنډ فرضي کرښه د وروستیو جګړو په اړه له طالبانو سره خبرې وکړي.

تقریبآ میاشت وړاندې په تورخم کې ډیورنډ فرضي کرښې ته څېرمه د  جګړې له امله پاکستان د تورخم دورازه د ۲۷  ورځو لپاره د هر ډول تګ راتګ پر مخ تړلې وه، چې د چهارشنبې په ورځ د سوداګرۍ پر مخ خلاصه او ویل کیږي چې مسافرو ته به سبا اجازه ورکړل شي.

دا په تېرو دریو میاشتو کې افغانستان ته د نوموړي دریم سفر دی او دا ځل داسې مهال افغانستان ته سفر کوي چې  پاکستان د افغان کډوالو ته له دغه هېواده د وتلو لپاره د مارچ میاشتې وروستۍ نېټه ټاکلې او ترې غوښتي یې دي، چې له دغه هېواد ووځي.