
( کابل ټیلیګراف – د وري دویمه ۱۴۰۴ لمریز کال )
سپینې ماڼۍ اعلان کړی، چې عربي متحده اماراتو ژمنه ښودلې، چې په راتلونکی لس کالونو کې به امریکا کې ۱.۴ تریلیونه ډالره پانګه وکړي.
د را پورونو له مخې؛ دا پانګونه به د مصنوعي ځیرکتیا، زیربناوو، انرژۍ< تولیداتو او یو شمېر نورو برخو کې به ترسره شي.
سپینې ماڼۍ اعلان کړی دی چې دا هوکړه د متحده عربي اماراتو د ملي امنیت سلاکار شیخ طحنون بن زاید آل نهیان او د متحده ایالاتو د ولسمشر ډونالډ ټرمپ ترمنځ له لیدنې وروسته ترلاسه شوی دی.