
( کابل ټیلیګراف – د وري دویمه ۱۴۰۴ لمریز کال )
د پاکستان د پنجاب په بېلا بېلو ښارونو کې د دغه هېواد د ترهګرۍ ضد محکمې یا سي ټي ډي له لورې د ترسره شویو عملیاتو په ترڅ کې ۱۱ تنه نیول شوي دي.
د دغه ادارې ویاند وایي، د دغه عملیاتو په ترڅ کې په لاهور کې د شمس الله په نوم یو کس له چاودیدونکو توکو، نغدي پیسو او یو شمېر نورو وسایلو سره یو ځای نیول شوی دی.
دغه پاکستانۍ اداره وایي، نیول شوي شمس الله ته په افغانستان کې روزنه ورکړل شوې او بیا د جماعت الحرار مشر سلیمان او قاسم خراساني لخوا د چمن له لارې پاکستان ته لیږل شوی دی.
د دغه را پور له مخې؛ نیول شوی کس چې ورته نشه یي توکې هم ورکول کېده، درې ورځې په لاهور کې ساتل شوی وو او ورته د ځآنمرګي برید په موخه واسکټ هم چمتو شوی وو.
پاکستان وایي، مخکې تر دې چې شمس الله ځآنمرګی برید ترسره کړي، د دوی ځواکونو لخوا ونیول شو.