خبرونهنړۍ

په خیبرپښتونخوا کې دوه پاکستاني پولیس وژل شوي

( کابل ټیلیګراف – د وري دویمه ۱۴۰۴ لمریز کال )

پاکستاني رسنیو راپور ورکړی چې په دوو جلا پېښو کې د دغه هیواد دوه پولیس په خیبرپښتونخوا کې وژل شوي دي.

د را پورونو له مخې؛ لومړۍ پېښه کې وسله‌ والو کسانو د لکي مروت په سرای نورنګ بازار سیمه کې د هاشم خان په نوم یو پولیس په ډزو وژلی او ترې کلاشینکوف یې هم له ځآن سره وړې ده.

په ورته وخت کې په یوه بله پېښه کې نا څرګنده وسله والو د بنو په سیمه کې د نصرالله په نوم یو بل پاکستانی پولیس په ډزو وژلی دی.

 پاکستاني چارواکو هم دا پېښې تائید کړې دي.