
کابل ټیلیګراف – ۳ وری ۱۴۰۴ لمریز کال
د طالبانو د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر د کابل په ارغندې کې د څه باندې ۱.۲ میلیارد افغانیو په ارزښت د یوه ترانسپورټي ترمینل د جوړېدو پرانیسته وکړه.
د طالبانو د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر نن په دې اړه جوړه شوې غونډه کې وویل چې د ترانسپورټي زېربناوو معیاري رغول او پراخول د یو هېواد د اقتصادي ودې، پرمختګ او د داخلي او سیمه ییز اتصال لپاره ډېر مهم او بنسټیز ګام ګڼل کېږي.
هغه وویل چې دوی د عصر اړتیاوو او امکاناتو ته په کتو نه یوازې د ترانسپورټي زېربناوو د رغولو او پراخولو په برخه کې کلک هوډ لري، بلکې د نورو بنسټیزو ستراتیژیکو موخو د ترلاسه کولو په برخه کې هم خپلو هڅو ته دوام ورکوي.
دغه ترمینل په ۹۰۰ جریبه ځکه کې د څه باندې ۱.۲ میلیارد افغانیو په ارزښت جوړیږي.