افغانستانخبرونه

میدان وردګو کې د دوو ترافیکي پېښو له امله دوه تنه وژل شوي او اته نور ټپیان دي

کابل ټیلیګراف – ۶ وری ۱۴۰۴ لمریز کال

په میدان وردګو ولایت کې د طالبانو امنیه قومانداني وایي چې د دغه ولایت په سیداباد ولسوالۍ کې دوو ترافیکي پېښو له امله لسو کسانو ته مرګ‌ژوبله اوښتې ده.

د یادې قوماندانۍ په خبرپاڼه کې راغلي چې لومړۍ پېښه د سیداباد ولسوالۍ په لوړې او دوېیمه په دشت توپ سیمه کې شوې ده.

سرچېنې د معلوماتو له مخې، په دغو پېښو کې دوو کسانو ژوند له لاسه ورکړی او اته نور ټپیان دي.

د پېښې ټپیان د میدان وردګو ولایت ملکي روغتون ته لېږدول شوي دي.