
کابل ټیلیګراف – ۶ وری ۱۴۰۴ لمریز کال
روسیې او اوکراين سعودي عربستان کې د درې ورځو خبرو وروسته له امریکا سره په جلا جلا تړونونو کې تور سمندر کې له سمندري اوربند سره هوکړه کړې.
یاده هوکړه کې د نظامي موخو لپاره د سوداګریزو کښتیو د کارولو بندیز، تور سمندر کې په خوندیتوب سره سمندري سفرونه او یو شمېر نورې برخې شاملې دي.
سپینې ماڼۍ ویلي چې دوی دغه راز ژمنه کړې، چې د یو بل د انرژۍ پر زیربناوو د بریدونو مخه ونیسي.
بلخوا کرملین ویلي چې سمندري اوربند به یوازې هغه وخت پلي شي کله، چې د روسیې د خوراکي توکو او کیمیاوي کوډ د سوداګرۍ پر وړاندې ځینې بندیزونه لغوه شي.
دواړه خواوې به د دوامداره سولې د ترلاسه کولو لپاره خپلو خبرو ته دوام ورکړي. خو د ځمکنیو جګړو دوام، د اټومي بټیو کنټرول، او د انرژۍ پر زیربناوو بریدونه لا هم د حلطلب مسایل پاتې دي.
دا هوکړه د درې کلنې جګړې د پای ته رسولو په لور یو مهم ګام ګڼل کېږي، خو د عملي کېدو لپاره یې لا هم ډېرې ننګونې شته.