افغانستانخبرونه

غور کې د تندر غورځیدو پېښه کې یو ماشوم مړ شوی

( کابل ټیلیګراف – د وري ۶مه ۱۴۰۴ لمریز کال )

په غور ولایت کې د طالبانو امنیه قوماندانۍ وایي، د دغه ولایت په پسابند ولسوالۍ کې یو ماشوم د تندر پرېوتو پېښه کې مړه شوی دی.

د معلوماتو له مخې؛ دغه پېښه د پسابند ولسوالۍ په کاکري کلي کې پرون شپه رامنځته شوې ده.

د هر کال پسرلي موسم کې د تندر پرېوتو پېښه زیاتیږي، چې له امله یې وخت ناوخت خلک قربانۍ هم ورکوي.